افغانستان پر خپلو سرحدونو پوره څار لري او هیچاته له افغان خاورې خطر نه شي پېښېدلی!
د هېواد د سرحدونو او بندرونو د امنیت په تړاو جوړه شوې ناسته کې د افغانستان او سېمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت، د سترو سېمه ییزو پروژو پر عملي کولو، د سرحدي سېمو او ټولنیز وضعیت سربېره ځېنو هېوادونو سره د سیاسي اړېکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون له لوري جوړه شوې ناسته کې ټینګار شوی، چې افغانستان د سرحدي سیمو او بندرونو د امنیت ټینګښت ته چمتو دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې چاته خطر پېښ شي.
دې ناسته کې د منځني ختیځ پر روان کړکېچ هم اندېښنه وښودل شوه.