د ټاپي پروژې پر چټکتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو خبرې وشوې
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ټاپي پروژې اجرائیه رئیس مراد امانوف سره کتنه کې د دې پروژې د عملي کار پر چټکتیا، د کمپونو پر جوړولو او سیمه ییزو خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې کړې دي.
د کانونو وزارت ویلي، دې کتنه کې هېوادوالو ته د تحصیلي بورسونو برابرولو، هرات ښار کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو او د ځمکو استملاک د پاتې چارو په اړه هم خبرې شوې دي.
دې کتنه کې د کانونو وزیر ډاډ ورکړی، چې د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا په موخه همکارۍ ته چمتو دي.