دولتي کارکوونکي په تدارکاتي قراردادونو کې د دواطلبۍ حق نه لري
د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې هېڅ دولتي کارکوونکی نه شي کولی په مستقیم او غیرمستقیم ډول په تدارکاتي قرار دادونو کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي.
د عدلیې وزارت له لوري په خپور شوي فرمان کې راغلي، دولتي کارکوونکي نه شي کولی د وزارتو، امارتي ادارو د تدارکاتو، کان کېندنې، ودانیزو چارو او اجناسو په تدارکاتي پروسه کې چې موضوع یې عامه شتمني وي ګډون وکړي.