اسلامي امارت په ټوله معنا د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې پیاوړتیا ته ژمن دی

اسلامي امارت په ټوله معنا د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې پیاوړتیا ته ژمن دی افغانستان
انځور حریت راډیو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړېوال نندارتون پرانېستې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د سوداګریزو تعاملاتو او اړېکو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند نندارتونونه د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګریزو تعاملاتو لپاره اړین وبلل، چې له دې لارې اقتصادي برخه کې اسانتیاوې رامنځته او په ښه ډول به نړېوالو بازارونو ته د صادراتو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړې اسلامي امارت د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او له پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی.

کابل کې د امام ابو حنیفه رح شپږ ورځني ملي او نړېوال نندارتون په ۷۰۰ غرفو کې بېلابېل صنعتي او کرنیز تولیدات نندارې ته اېښې، چې ۲۰۰ غرفي یې د بهرنیو شرکتونو لپاره ځانګړې شوې دي.

تړلي موضوعات