که ګاونډیان خپل چلند بدل نه کړي نو په ورته اقدام به لاس پورې کړو

که ګاونډیان خپل چلند بدل نه کړي نو په ورته اقدام به لاس پورې کړو افغانستان
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ خونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د نوم نه اخېستلو پرته ګاونډیانو ته ګوتڅنډنه وکړه که یې د افغان سوداګرۍ برخه کې چلند بدل نه شو نو دوی به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.

ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه درېيم نړېوال نندارتون د پرانېستي مراسمو کې ویلي، ګاونډ د افغانستان پر خصوصي سکټور د ټولو نړېوالو قوانېنو او نورمونو خلاف مالیه لوړه کړې.

نوموړي ګواښ وکړ که یې بیا هم ورته عمل تکرار کړ نو دوی هم اړ دي، چې په باالمثل عمل لاسه پورې کړي.

یوسن مهمند داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې پاکستان پر افغان مېوو ګمرکي تعارفه لوړه کړې چې ور سره د هېواد تازه مېوې تر ډېره په باغونو کې پاتې دي چې زیان یې بزګرانو او باغدارانو ته اوړي.

دا لومړي ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوو په فصل کې په مختلفو پلمو لارې تړي او یا هم ګمرکي تعارفه لوړه وي، له تېرو څه باندې شلو کلونو پاکستان دا ډول کړنې تر سره کوي چې له امله یې افغان بزګرانو او سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوړي.

تړلي موضوعات