روسیه به ډېر ژر د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو له نوملړ وباسي

روسیه به ډېر ژر د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو له نوملړ وباسي سیاست
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، دا پرېکړه په لوړه کچه نېول شوې او ژر به له ممنوعه سازمانونو د اسلامي امارت نوم ووځي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیرکابلوف ویلي، تر اوسه د دې پرېکړې قانوني مراحل پاتې دي، چې په بشپړېدو سره به یې اسلامي امارت رسما د روسیې ممنوعه سازمانونو له لېست څخه و ایستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې قزاقستان او قرغزستان هم د ممنوعه سازمانونو له نوملړ د اسلامي امارت نوم وویست.

تړلي موضوعات