د علم په زده کړې سره به د هر ډول یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني پکتیا کې د دستار بندۍ مراسمو کې ویلي، د یو باثباته افغانستان لپاره په کار ده، چې د هېواد ځوان نسل د دیني علومو ترڅنګ عصري زده کړې هم وکړي.
خلیل الرحمن حقاني دغه مراسمو کې عصري زده کړې د ټولنې اړتیا وبللې او زیاته یې کړه، د علم په زده کړې سره کولی شو د هر ډول یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو.
د یادولو ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایت شواک ولسوالۍ عبدالله بن مسعود رض مدرسې څخه د قرانکریم یو شمېر حافظان د حفظ له دورې فارغ شول.