د ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو د لوی درستیز لومړي مرستیال لیدنه

د ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو د لوی درستیز لومړي مرستیال لیدنه افغانستان
د لوی درستیز لومړی د ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو څخه د لیدنې پرمهال

ملي دفاع وزارت وایي، د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز لومړي مرستیال مالي خان صدیق د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له نویو جوړېدونکو پوستو لیدنه کړې.

دغه لیدنه کې ښاغلي صدیق د یادو پوستو مسئولینو او هلته مېشتو ځواکونو ته د هغوی د ستونزو حل ډاډ ورکړی.

د لوی درستیز مرستیال دغه راز د یادو پوستو جوړونکي شرکت انجنیرانو او کارکوونکو ته د پر وخت کار کولو سپارښتنه هم کړې ده.

تړلي موضوعات