روسیه کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناستې پیل
بهرنیو چارو وزارت وایي، روسیه کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ شپږمه ناسته به نن پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به دې ناسته کې د افغانستان او سیمې تر منځ د سیاسي درک او همکاریو پراختیا تر څنګ دغه برخه کې پر یوه مؤثر میکانیزم رامنځته کېدو خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې، چې د دغې ناستې څنډه کې به د افغانستان او روسيې د بهرنیو چارو وزيران پر دوه اړخيزو مسايلو هم خبرې اترې ولري.