ګاونډي هېوادونه دې افغان سوداګرو ته د ستونزو پر ځای اسانتیاوې برابرې کړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وچې مېوې له یو شمېر سوداګرو سره کتنه کې ویلي، ګاونډې هېوادونو باید د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ ودې لپاره دې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
مولوي عبدالکبیر د وچې مېوې سوداګو ته ډاډ ورکړی، چې سوداګرو ته به د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې ځمکې ځانګړې او اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د هند د وېزو صدور د ستونزو حل په تړاو له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
بلخوا دې کتنه کې د وچې مېوې سوداګرو بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکړی او پر بانکي سکټور د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه یې کړې.