د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته روان شو

د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته روان شو افغانستان
انځور ارشیف

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د افغانستان په اړه مسکو مشورتي فارمټ شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.

بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې ښاغلي متقي به د روانې اوکتوبر پر ۴مې نېټې د مسکو فارمټ ناستې څنډه کې د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم پر دوه اړخیزو مسائلو خبرې اترې وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر د روسیې په رسمي بلنه دغې غونډه کې ګډون کوي.

تړلي موضوعات