افغان کډوالو ته په بهرنیو هېوادونو کې د پاسپورټ او پېژندپاڼو وېش اسانتیاوې برابریږي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ایران او پاکستان کې د کډوالو اتشو سره انلاین ناسته کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د پاسپورت او تذکرې اسانتیاوې برابرې کړي.
دې ناسته کې کوربه هېوادونو کې د افغان کډوال د عمومي وضعیت او ستونزو په اړه هم خبرې وشوې.
د کډوالو چارو وزیر دې انلاین ناسته کې دوی ته د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړی.
دغه انلاین ناسته وروسته له هغې کېږي، چې دې وروستیو کې کوربه هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان او ایراني پولیسو له لوري د ناوړه چلند راپورونو ترڅنګ هره ورځ په سلګونو کډوال په جبري ډول هېواد ته راستنوي.