د ۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د پانګونې طرحې منظورې شوې

د ۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د پانګونې طرحې منظورې شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د هېواد د اقتصادي کمېسیون د پانګونې بین الوزارتي کمېټه وایي، د شاوخوا ۱۲میلیارده افغانیو په ارزښت یې د پانګونې بېلابېلي طرحې تائید او اقتصادي کمېسیون له منظورۍ وروسته یې عملي چارې پیل شوې دي.

اقتصادي کمېسیون ویلي، په دغو پروژو کې د وارداتي برېښنا د انتقال لپاره د لین غځول او د سب سټېشنونو جوړول، د استوګنیزو اپارتمانونو جوړول، د برېښنایي دروازو کمپلکس، د لمریزې برېښنا تولید، د سوداګریزو مارکېټونو جوړول او په ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو نصبول شامل دي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې دغه پروژې د کابل سروبي ولسوالۍ، کابل ښار کوټه سنګي سیمه، کابل ښار ختیځه دروازه، هرات ولایت، د هېواد ۱۲ ګمرکي بندرونو او هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې پلي شوې دي.

اقتصادي معاونیت همداراز ویلي، چې دا مهال د زېربنا، برېښنا، کرنې، صنعت او نورو سکټورونو کې د پانګونې په طرحو کار روان دی، چې نږدې راتلونکي کې به یي عملي چارې پیل شي.

تړلي موضوعات