افغانستان کې د اقلیتونو پر وړاندې هیڅ ډول دوه ګونی چلند وجود نه لري

افغانستان کې د اقلیتونو پر وړاندې هیڅ ډول دوه ګونی چلند وجود نه لري افغانستان
انځور ارشیف

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د ادعاوو په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې له اقلیتونو سره هیڅ ډول دوه ګونی چلند نه کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، اسلامي امارت کې قومي، ژبني او سمتي چلند وجود نه لري او اوسنی حکومت د ملي یووالي ټینګښت ته جدي ژمنتیا لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي، چې کابل کې د ایران سفیر ادعا کړې، چې په افغانستان له قومي، ژبنیو او مذهبي اقلیتونو سره دوه ګونی چلند کېږي.

تړلي موضوعات