د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه

د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه افغانستان

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مستقیم هدایت د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه.

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دا کمېټه مؤظفه شوه تر څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم تطبیق په جدي توګه وڅاري چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاګانو مالکين باید د خطراتو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د یادې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او د سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کیږي.

د وزارت په خبره، چې لا هم په هېواد کې، په ځانګړې توګه سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کېږي، چې مخنېوی یې اړین دی.

په دې اړه خبرتیا کې حکومت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی، چې ژر تر ژر د څاګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړئ، کنه جدي او قانوني چلند به درسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې دا کمېټه وروسته له هغې ټاکل کېږي، چې غزني کې وړمه ورځ یوې څاه ته لوېدلي ماشوم او د دې ماشوم ژغورنې لپاره تللي ټیم درې غړیو ژوند له لاسه ورکړ.

تړلي موضوعات