د افغان او ایراني پوله ساتو مسولینو ګډه ناسته جوړه شوه

د افغان او ایراني پوله ساتو مسولینو ګډه ناسته جوړه شوه افغانستان
انځور ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیو دفتر

د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیو دفتر په خپل اېکس پاڼه لېکلي، دې ناسته کې د یادې قول اردو سرحدي چارواکو د ایران سرحدي چارواکو سره په بېلا بېلو سرحدي مسایلو خبرې کړي دي.

دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په موخه د سرحدونو ساتنې او قاچاق مخنیوي، سرحدي نښو د رنګولو او ترمیم په اړه خبرې شوې دي.

دې کتنه کې په راتلونکي کې هم د لاښې همغږۍ او د دا ډول ناستو او لیدنو پر دوام هوکړه شوې.

تړلي موضوعات