پنجشېر کې د نجونو لېسه کې اورلګېدنه قصدي نه ده

پنجشېر کې د نجونو لېسه کې اورلګېدنه قصدي نه ده افغانستان
انځور ارشیف

دا اورلګېدنه تېره شپه د پنجشېر مرکز بازارک اړوند د نجونو لېسه کې رامنځته شوې، چې ځېنې ټولګي یې سوځېدلي دي.

‎د پنجشېرامنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي ویلي، امنیتي ځواکونو اور په وخت مهار کړی او د زیاتو زیانونو مخنیوی یې کړی دی.

‎عابدالله فاروقي ویلي، د دې اورلګېدنې په تړاو یې د لېسې د ساتونکي په ګډون درې تنه نیولي او د څېړنو وروسته روښانه شوه، چې اورلګېدنه قصدي نه بلکه سهوا رامنځته شوې ده.

‎د نوموړي په خبره، نیول شویو کسانو د دې لېسې د ښوونکو په لارښوونه غوښتل د غومبسو ځاله وسوځوي، خو وروسته اورلګېدنه پراخه او د هغوی له کنټرول ووتله.

تړلي موضوعات