کابل کې وروستي برید بریدګر له بلوچستان څخه روزلی راغلی و!
د افغانستان اسلامي امارت ویاند تازه ویلي، چې کابل کې د تېرې میاشتې سنبلې په ۱۲ مه برید بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.
دې بریدګر کابل کې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو برید کړی و.
مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسلې او مهماتو سره نیولی شوی چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړي.
ښاغلي مجاهد په ډاګه کړې، چې داعش خراسان څانګه د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته د دوی پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت وړاندې هم ویلي و، چې افغانستان کې وخت نا وخت کېدونکي بریدونه له هېواد بهر طرحه کېږي؛ خو د دې بریدونو په تړاو نیول کېدونکي کسان اکثریت د پاکستان او تاجکستان اتباع وي.