افغانستان د ۳۲۰ زره میګاواټه برېښنا د جوړولو وړتیا لري

افغانستان د ۳۲۰ زره میګاواټه برېښنا د جوړولو وړتیا لري افغانستان
انځور ارشیف

د برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئيس عبدالباري عمر چې نن یې کابل کې د برېښنا د پانګونې فرصتونو کنفرانس ته خبرې کولې وویل، دوی تر ډېره په کور د ننه د برېښنا پر تولید کار پیل کړی او په نږدې راتلونکې به ګڼې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

ښاعلي عمر وویل، افغانستان کولی شي د لمر څخه ۲ سوه ۲۲ زره د اوبو له لارې ۲۴ زره، د باد په وسېله ۶۷ زره بایو مسک یا کثافاتو په ذریعه ۴ زره او د ډبرو سکرو له لارې زرګونه مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

عمر برېښنا د سالمې حکومتولۍ لپاره مهمه وګڼله او زیاته یې کړه،  برېښنا ده چې د ولسونو پرمختګ او اتصال تضمین وي.

برېښنا شرکت اجرائیه رئيس دا هم وویل، لا هم پنځه سوه زره مېټرونه په غیر قانوني ډول فعالیت کوي چې دوی به یې مخه ونیسي.

نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې د برېښنا شرکت له لوري ۴ زره نویو پېرېدونکو ته د برېښنا وېش د خپلو لاسته راوړنو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه، ټول هېواد ته د برېښنا رسولو لپاره یې بېلا بېلو ولایتونو کې د شبکې پر غځولو کار روان دی.

تړلي موضوعات