ځانګړو ځواکونو د کابل او بامیانو وروستیو بریدونو ګروپ نیولی

ځانګړو ځواکونو د کابل او بامیانو وروستیو بریدونو ګروپ نیولی افغانستان

د اسلامي امارت ویاند خبر ورکړی، چې د افغانستان ځانګړو ځواکونو وروستیو بریدونو کې لاس لرونکو فتنګرو ګروپ مهم غړي نیولي دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدکونکی د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې داعشي خوارجو دې ګروپ کابل کې د یاد ریاست پر کارکوونکو تېره میاشت د سنبلې ۱۲ مه برید طرحه کړی و او همدارنګه یې کابل کې د نورو بریدونو تر څنګ بامیانو ولایت کې په خارجي سېلانیانو برید کې هم لاس درلود.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د دې ګروپ پر ضد عملیات د ځانګړو ځواکونو لخوا په کابل او ننګرهار کې سرته رسېدلي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسلې او مهماتو سره نیولی شوی چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت وړاندې هم ویلي و، چې افغانستان کې وخت نا وخت کېدونکي بریدونه له هېواده بهر طرحه کېږي؛ خو د دې بریدونو په تړاو نیول کېدونکي کسان اکثریت د پاکستان او تاجکستان اتباع وي.

تړلي موضوعات