د کورنیو سرچېنو له لارې پر تولیدي برېښنا پانګونې لپاره فرصتونه برابر شوي

د کورنیو سرچېنو له لارې پر تولیدي برېښنا پانګونې لپاره فرصتونه برابر شوي افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د انرژۍ د پانګونې فرصتونو کنفرانس ته په اشارې حریت نیوز ته وویل، د برېښنا له پلوه دا د  ځان بسیاینې پر لور یو ستر ګام دی.

ښاغلي میوندي ویلي، برېښنا شرکت ټوله پاملرنه به دې ته وي، چې څنګه د برېښنا د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د برېښنا د کورنیو سرچینو په برخه کې یې لازم فرصتونه برابر کړي، چې دا به د ټول افغانستان لپاره ګټور ګام وي.

ټاکل شوې چې نن کابل کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون  د انرژۍ د پانګونې فرصتونو کنفرانس جوړ شي چې د برېښنا د تولید په برخه کې به ورته شته فرصتونه په ګوته شي.

تړلي موضوعات