لوېدیځو هېوادونو کې د افغانانو حقونو د تامین لپاره هڅې کوي

لوېدیځو هېوادونو کې د افغانانو حقونو د تامین لپاره هڅې کوي افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا حمد تکل په لوېدیځو هېوادونو کې د افغانانو د حقونو د تامین لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو خبر ورکړی دی.

ښاغلي تکل ویلي، د دې لپاره چې په بهرنیو هېوادونو کې افغانان حقه حقونو او قونسلي خدماتو ته لاسرسي ولري له ځینو لوېدیځ هېوادونو سره د ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

مرستیال ویاند ویلي، دا چې د ويانا کنوانسيون له مخې قونسلي خدمات له رسميت پېژندنې سره اړه نه لري، نو په همدې اساس بهرنيو چارو وزارت باور لري، چې قونسلي چارې له سياسي هغو سره تړل د ستونزو د پای نه بلکې د وګړو حقونو د پښتو لاندې کېدو سبب کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، چې دوی له اړوند هېوادونو سره خپلو خبرو او هڅو ته ادامه ورکوي، څو په اوصولي بڼه او ټولو لوریو ته دمنلو وړ قونسلي خدماتو لړۍ پیل شي.

تړلي موضوعات