حزب الله د حسن نصر الله وژل کېدل تائید کړل
د لبنان حزب الله ډلې په رسمي ډول د حسن نصر الله وژل کېدل تائید کړل.
تسنیم ایراني خبري اژانس خبر ورکړی، چې په لبنان کې تېره شپه د اسرائیلو د پوځ له لوري په ترسره شویو بریدونو کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.
په ورته مهال الجزیرې او ګڼو نورو بهرنیو رسنیو هم د حزب الله ډلې له قوله د دې ډلې د پخواني مشر حسن نصر الله د وژل کېدو د تائید خبر ورکړی دی.
بلخوا تر دې وړاندې د اسرائیلو رسنیو هم خبر ورکړی و، چې د تېرې شپې په بریدونو کې یې حسن نصرالله وژلی دی.