د مراجعینو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وشي!

د مراجعینو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وشي! افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیرالمومنین د یو تازه فرمان له مخې دولتي ادارو ته امر کړی چې د مراجعینو  ستونزې دې په مستقیم ډول حل کړي.

د دغه درې ماده ییز فرمان چې د عدلیې وزارت ویاند له لوري نشر شوی د وزارتونو، خپلواکو ریاستونو، ستره محکمې، ولایتي ادارو مسؤلین، ولایت ریاستونو، امنیه قومندانۍ، ولسوالیو او نورو دولتې ادارو مسئولینو ته سپارښتنه کړې، چې د مراجعینو عریضو او ستونزو ته دې پروخت رسیدنه وکړي.

د دې فرمان له مخې، که د ادارې رئیس د زیاتو بوختیاوو له کبله نه شي کولی له مراجعینو سره وګوري باید د دې کار د ترسره کېدو لپاره یو استازی وټاکي.

تړلي موضوعات