افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودل شوې

افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودل شوې افغانستان
انځور اقتصادي معاونیت

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د روان ۲۰۲۴ کال په جریان ګې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په بېلابېلو برخو کې د ۵میلیارده ۳۴۸میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

اقتصادي معاونیت ویلي، برېښنا، صنعت، کانونه، زېربنا، مخابرات، روغتیا، کرنه او ټرانسپورټ هغه سکټورونه دي چې پانګوال ورته لېواله دي.

یاد معاونیت همداراز ویلي، اسلامي امارت له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او په هېواد کې د اقتصادي ودې ته د لاسرسي لپاره یې د پانګونې د جذب لپاره مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې نږدې راتلونکي کې به د زېربنا، برېښنا تولید، سوداګریزو مرکزونو، ټرانسپورټ، برښنایي حکومتولۍ او نورو برخو کې له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره د پانګونې قرار دادونه لاسلیک او عملي چارې به یې پیل شي.

اقتصادي شنونکي هم امنیت او له پانګوالو د حکومت ملاتړ په افغانستان کې د پانګونې د جلب او جذب مهم لاملونه بولي.

تړلي موضوعات