اسرائيل وايي د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله يې وژلی
د لبنان د پلازمېنې بيروت په جنوبي څنډه کې، د اسرائيلي پوځ له خوا د حزب الله ډلې په مرکزي دفتر هوايي بريد شوی د اسرائيلي پوځ وياند ويلي، چې په دې بريد کې د "اف-35" الوتکې د ځواکمنو بمونو په کارولو سره دا بريد ترسره کړې، چې دا برید د ۲۰۰۶ کال له جنګ وروسته تر ټولو سخت او خونړی و.
دې بريد خلکو کې وېره او ترهه خپره کړه.
اسرائیلو د جمعې په ماښام پر جنوبي بيروت کې د څو پرلپسې هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه، چې د بيروت په ښار کې یې غږونه اورېدل شوي او د خلکو ترمنځ يې وېره او ترهه خپره کړې. د برید وروسته له ګڼو ځايونو څخه د لوګو او دوړو پورته کېدو صحنې رسنېزې شوي دي.
د بريد هدف څوک و؟
د اسرائيلي پوځ ویاند، دانیال هاګاري، وویل چې برید د حزب الله په مرکزي دفتر ترسره شوی، چې د بيروت په جنوبي لورې کې د ځمکې لاندې وو او د اسرائیلي اشغالګر پوځ راډیو له قوله، هدف د حزب الله د لویه قوماندانو په ګډون د دې ډلې مشر حسن نصر الله و.
د حسن نصر الله وضعیت څنګه دی؟
د اسرائیلي رسنیو له مخې، تراوسه دا نه ده تایید شوې چې حسن نصر الله په برید کې وژل شوی دی یا نه. خو ځینې راپورونه ښیي چې نصر الله ممکن د برید په وخت کې په ياد مرکز کې موجود وي، او د ژوندي پاتې کېدو امکان يې بيخي لږ او ناشونی دی. په عین حال کې، د حزب الله نږدې سرچینې د روېټرز خبري اژانس ته وویل، چې نصر الله روغ دی او د برید له امله شپږ ودانۍ تخریب شوي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس هم ویلي، چې نصر الله او هاشم صفي الدين (د حزب الله د اجراییه شورا رییس) په یوه خوندي ځای کې دي او د اسرائيلي رسنیو ادعاوې ناسمې دي.
د حزب الله غبرګون
په لبنان کې د الجزیرې دفتر مشر ویلي، چې حزب الله تر اوسه په دې اړه خاموش دی او د بریده په اړه معلوماتو ترلاسه کولو کې هڅې ناکامې شوې دي.