بیروت کې د حزب الله پر مرکزي دفتر اسرائیلو هوایي بریدونه کړي
رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی، چې نن شنبې اسرائیلي اشغالګرو د لبنان پلازمېنه بیروت کې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصر الله پر مرکزي دفتر پراخ هوایي بریدونه کړي.
دې اژانس ویلي، احتمال لري، چې دغه شدید برید چې د ۲ زره ټنه په اندازه بمونه په کې کارول شوي، موخه د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وي، خو تر اوسه یې د ژوند او مرګ نه دی تائید شوی.
بلخوا د اشغالګر اسرائیلو دفاع وزارت ویلي، برید یې دقیق داسې مهال کړی، چې حسن نصر الله ډلې اړوند د دغه دفتر په زېر زمینې کې د یوې امنیتي غونډې رهبري کوله.
دې بريد کې د حزب الله ډلې د درېیو قومندانو محمد علي اسماعيل، د هغه مرستيال حسين احمد اسماعيل او قومندان هاشم صفي الدين وژل کېدل تائيد شوي دي.
په ورته مهال الجزیرې ټلوېزیون ویلي، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه لبنان کې ټول وژنې د درولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.