د امیرالمومنین په امر به پر څلورو لویو بندونو کار پيل شي

د امیرالمومنین په امر به پر څلورو لویو بندونو کار پيل شي بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل، دا برېښنا بندونه په تخار، هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې جوړیږي چې نږدې راتلونکې به یې عملي چارې پیل شي.

ملا عبدالطبیف منصور دا څرګندونې نن د زابل د تورې عمري بند د پرانېستې مراسمو کې وکړې.

تورې ـ عمري برېښنا بند د ۱۰۰ کېلو واټه برېښنا د تولید سربیره د ۵ زره هکتار ځمکې د خړوب وړتیا لري.

ښاغلي منصور په عین حال کې وویل، دمګړۍ په هېواد کې د ۶۰۰ مېګاواټه برېښنا پر تولید کار روان دی.

د اوبو انرژۍ وزیر د هېواد د اوبو مدیریت د حکومت له لومړیتوبونو څخه بللی او ویلي یې دي، اسلامي امارت د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې دي.

تړلي موضوعات