ځېنو هېوادونو د افغانستان پر ضد د پروپاګنډ لپاره تښتېدلې ښځې ګمارلې

ځېنو هېوادونو د افغانستان پر ضد د پروپاګنډ لپاره تښتېدلې ښځې ګمارلې افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یو شمېر هېوادونو او جهتونو له لوري د بشري حقونو څخه په سرغړونې او تبعیضي چلند د اسلامي امارت تورنول بې ځایه بولي.

حمدالله فطرت رسنیو په استول شوي کليپ کې ویلي، افغانستان کې تر بل هر وخت بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره دوه ګونی او تبعیضي چلند نه دی شوی.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، یو شمېر جهتونه له افغانستان څخه د څو تښتېدلو ښځو په واسطه هڅه کوي، چې افغانستان کې وضعیت ناسم وښيي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې دې وروستیو کې یو شمېر تښتېدلې څېرې افغانستان کې اسلامي امارت د بشري حقونو په نقض تورن کړی او هڅه یې کړې، چې هېواد کې روان وضعیت برعکس وښيي.

تړلي موضوعات