ازبکستان د افغانستان پر وړاندې عملي سیاست تعقیبوي

ازبکستان د افغانستان پر وړاندې عملي سیاست تعقیبوي سیاست
انځور ارشیف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیداف د ملګرو ملتونو ۷۰ سرمشریزې ته ویلي، افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه ده او هېواد یې د افغانستان پر وړاندې نسبتا عملي سیاست پر مخ وړي.

بختیار سعیداف ویلي، د ازبکستان فعلي سیاست به د افغانستان اقتصادي بیارغونې، د حمل او نقل بنسټیزې پراختیا او انرژۍ سره مرسته وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان مسئله کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي رول ټینګار کړی په خبره یې، افغانستان کې د تلپاتې پراختیا لپاره یوې همغږې تګلارې ته اړتیا ده.

نوموړي د افغانستان پر وړاندې د نړېوالې ټولنې پر سیاست نیوکې سره ویلي، نړېواله ټولنه په دې نه ده توانېدلې، چې د افغانستان ستونزو ته په سم ډول رسیدنه وکړي.

تړلي موضوعات