په ورځنۍ توګه بند ګوپي خوړل دا ۷ ګټې لري

په ورځنۍ توګه بند ګوپي خوړل دا ۷ ګټې لري روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

بند ګوپي د بدن لپاره يوه ګټوره سبزي بلل کېږي ، ځکه ویټامین K، A، C، B9 او همدارنګه مګنیزیم، کلسیم او پوتاشیم لري.

د روسۍ ویب پاڼې "FPR" له لوري په خپاري شوي يوه مطلب کې د خوړو يوې متخصصې ویډټسکیا ویکټوریا هغه لاملونه څېړلي چې هره ورځ مو د بند ګوپي خوړلو ته هڅوي:


۱- وزن له لاسه ورکول

د ويکټوريا په وينا دا چې بند ګوپي په فايبرونو بډای سبزي ده، نو له فزيکي تمرينونو سره هممهاله خوړل يې د وزن په له لاسه ورکولو کې مرسته کوي، دغه راز بدن کم خوراک ته هڅوي او د مړښت احساس ورکوي.


۲- د بدن انرژي زياتوي

په پرله پسې توګه د سستۍ او ستړيا احساس ښايي سړی پرې نه ږدي چې ورځينۍ چارې په سمه توګه پر مخ يوسي، ځکه نو که يو څوک هره ورځ يوه اندازه بند ګوپي وخوري؛ د بدن توانايي زياتوي، دا ځکه چې بند ګوپي مګنيزيم او اوسپنه لري او دغه دواړه د ستړيا په له منځه وړو کې مرسته کوي.


۳- د کولمو روغتيا

د کولمو ځينې ستونزې سړی په اسهال او دوامداره کمزورۍ اخته کوي، ځکه نو د فايبرونو درلودو له امله غذايي رژيم ته د بند ګوپي ورزياتول غوره دي.


۴- د زکام پر مهال ګټور دی

بند ګوپي د وټامن سي درلودو له امله له هغو خوراکي توکو بلل کېږي چې بدني دفاع پياوړې کوي او د زکام توندي کموي، ځکه يې د زکام پر مهال خوړل ګټور بلل کېږي.


۵- د وينې غوړ کموي

د وينې غوړ چې په وينه کې شتون يې يو لوی ګواښ دی او نن سبا بېخي ډېر خلک ترې کړېږي؛ د بند ګوپي په څېر د لږو کالوريانو او ډېرو فايبرونو لرونکي خواړه ورته ګټور بلل کېږي.


۶- د باصرې حس پياوړی کوي

بند ګوپي د لوټین او زییکسانټین په څېر د نورو غذايي توکو په درلودو د باصرې حس ته ښه دی.


۷- د زړه روغتيا

بند ګوپي کې شته وټامن سي او پوتاشيم په شريانونو کې د کوليسټرولو د کوچنيو تختو په له منځه وړلو کې اغېزمن دي، چې له مخې يې د زړه روغتيا هم تضمينېږي.

وړاندې نورو څېړنو ښودلې وه، چې بند ګوپي د بدن دفاعي سيستم او د هاضمې سيستم هم پياوړي کوي، د شکرې د دويم ډول مخنيوی کوي، د مغزو روغتيا پياوړې کوي او هډوکي مضبوطوي.

تړلي موضوعات