عامې روغتیا وزارت وايي، پروان کې د خلکو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی

عامې روغتیا وزارت وايي، پروان کې د خلکو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی روغتیا
انځور ارشیف

عامې روغتیا وزارت ویلي، د پروان شینوارو ولسوالۍ کفشان دره کې پر شدید اسهال اخته ناروغانو ته پر وخت رسیدنه شوې او یو شمېر ناروغان د کابل انتاني روغتون ته انتقال شوي دي.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، دا مهال سیمه کې د ناروغانو وضعیت ښه دی او دې برخه کې د اندېښنې څه نشته.

نوموړي ویلي، په دې ناروغۍ د لا څېړنې لپاره په سیمه کې د اوبو نمونه اخېستل شوې.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ، چې د دې ولایت شینوارو ولسولۍ کفشان دره کې ۵۰۰ تنه په یوه ناپېژانده ساري ناروغۍ اخته شوي، چې د ۵۰ تن وضعیت یې نازک دی.

تړلي موضوعات