هرات کې د ۵ میلیارده او ۵۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژه

هرات کې د ۵ میلیارده او ۵۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژه سوداګرۍ او اقتصاد
د یادې پروژې پرانېستې مراسم

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې نن د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ۵ میلیارده او ۵۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې د استخراج پروژه پرانېستل شوه.

دا پروژه نن د کانونو او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او ګڼو نورو مسؤلینو له لوري پرانېستل شوه.
په دې اړه مراسمو کې د کانونو وزیر وویل، د اوسپنې دغې سترې پروژې قرارداد چې په څلورو بلاکونو وېشل شوی، یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د دېرش کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی، چې د استخراج او پروسس ټولې چارې به يې د هېواد په داخل کې ترسره کېږي.

تړلي موضوعات