د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس نوې ټاکنې وشوې

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس نوې ټاکنې وشوې افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس په یو شمېر دولتي پوسټونو کې تغییر او تبدیل او نوي تعینات راغلي دي.


د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې حکم له مخې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مخکېنی معین ملا بخت الرحمن شرافت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مخکېنی معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ټولګو وزارت د اوسپنې پټلۍ د معین په توګه، د کندوز ولایت مخکېنی والي ملا نثار احمد نصرت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ابادۍ د معین په توګه، د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکېنی قومندان ملا محمد خان دعوت د کندوز د والي په توګه او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ مخکېنی ولسوال مولوي حیات الله مبارک د غور د والي په توګه په دندو ګمارل شوي دي.


همداراز د دې حکم په اساس د غور ولایت مخکېنی والي ملا احمد شاه دین دوست د ۲۰۵ البدر قول اردو د قومندان په توګه، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچېنو مخکېنی رئیس مولوي عبدالولي اتقاني د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه، د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ مخکېنی امنیه قومندان ملا عبدالسلام حسیني د کاپیسا ولایت د امنیه قومندان په توګه، د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر حاجي نور اقا حیدر د غور ولایت د امنیه قومندان په توګه او د جوزجان ولایت مخکېنی امنیه قومندان قاري حفیظ الله پهلوان د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر په توګه په دندو ګمارل شوي دي.


په دې ګمارنو کې د ننګرهار ولایت پوهنې مخکېنی رئیس مولوي عزیزالله مصطفی د همدې ولایت د مرستیال والي په توګه، د کاپیسا ولایت مخکېنی امنیه قومندان حاجي محمد عثمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچېنو د رئیس په توګه او د بهرنیو چارو وزارت مخکېنی مالي او اداري معین مولوي رحمت الحق فضیل د مرکزي دارالافتاء د غړي په توګه ټاکل شوي دي.

تړلي موضوعات