حزب الله تل ابیب ته څېرمه د موساد مرکز په نښه کړی

حزب الله تل ابیب ته څېرمه د موساد مرکز په نښه کړی نړۍ
انځور ارشیف

د الجزېرې ټلویزیون د خبر له مخې دا برید تل ابیب ته څېرمه د موساد پر مرکز د قادر ۱ بالسټیک توغندي په وسېله شوی دی.

حزب الله ویلي، دغه برید یې د خپلو مشرانو د ترور او مخابراتي وسالیو چاودنو کې د موساد د لاس درلودو په غبرګون کې کړی.

په ورته مهال یو شمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ هم د مرج بن عامر سېمه کې حزب الله ډلې د رامات داوود پر پوځي اډې راکټي بریدونه کړي دي.

بلخوا العربیه رسنۍ د خپلو سرچېنو له قوله ویلي، د لبنان حزب الله ډلې د الجلیل سفلا کې هم پر عولاني پوځي اډه راکتي بریدونه کړي.

تړلي موضوعات