اسلامي امارت د برېکس فورمونو کې ګډون ته لېواله دی

اسلامي امارت د برېکس فورمونو کې  ګډون ته لېواله دی افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، اسلامي امارت د برېکس غړو هېوادونو سره اړېکو پراختیا ته لېواله دی.

ملا حمدالله فطرت حریت نیوز ته په استول شوي غږیز کليپ کې ویلي، اسلامي امارت دا مهال د برېکس غړو هېوادونو په ځانګړي ډول روسیې، چین او هند چې د دې فورم مهم هېوادونه دي ښې اقتصادي اړېکې او راکړه ورکړه لري.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، اسلامي امارت د برېکس فورمونو کې د ګډون لپاره پوره لېوالتیا لري.

برېکس فورم د نړۍ د سترو سرچېنو لرونکي اقتصادي هېوادونه سره تړلي دي.

څه موده وړاندې اقتصادي معاونیت د یو مکتوب له لارې له روسیې غوښتي و چې دوی ته هم په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي او مسکو هم ورته مثبت ځواب ویلی.

ټاکل شوې د برېکس فورم ناسته به د را روانې اکتوبر میاشتې له ۲۲مې نېټې تر ۲۴مې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

تړلي موضوعات