منځنۍ اسیا کې د جګړې شدت؛ اسرائیلو پر لبنان درانه هوایي بریدونه کړي

منځنۍ اسیا کې د جګړې شدت؛ اسرائیلو پر لبنان درانه هوایي بریدونه کړي نړۍ
انځور ارشیف

د لبنان روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د لبنان پر سویل د اشغالګرو اسرائیلو درنو هوایي بریدونه کې ۴۹۲تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵۰ نور ټپیان شوي دي.

اسراييلو پوځ ادعا کړې چې لبنان کې یې د حزب  الله ډلې په ۱۳۰۰ مرکزونو هوايي بریدونه کړي او د دې ډلې ۵۰ سلنه ځواک یې له منځه وړی.

د دې بریدونو له پیله الجزیرې تلوېزیون د اسرائیلو راډیو تلوېزیون له قوله خبر ورکړی، چې تل ابیب پر لبنان د برید لپاره واشنګټن ته خبر ورکړی، چې د امریکا له لوري یې هم شین څراغ ترلاسه کړی دی.

بلخوا د عربي رسنیو له لوري په نشر شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې د حزب الله ځواکونو د صهیونیستي رژیم یو جنګي الوتکه راغورځولې ده.

تړلي موضوعات