ملي دفاع وزارت دوه چورلکې ترمیم کړې؛ الوت ته چمتو دي

ملي دفاع وزارت دوه چورلکې ترمیم کړې؛ الوت ته چمتو دي افغانستان
نوې ترمیم شوې بلک هاک امریکایي چورلکي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد هوایي ځواک د خپلو تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په مرسته تېرو څو میاشتو کې دوه بلک هاک امریکایي (UH-60) او (MD530) چورلکې ترمیم کړې او په بریالیتوب یې پرواز کړی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هوایي ځواک بېلابېل ډوله چورلکې، چې د تېرې ادارې پر مهال تخریب شوې وې بیرته ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

دغه امریکایي چورلکې وروسته له هغې د هوایي ځواک د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري بیا ترمیم کېږي، چې له افغانستان څخه د امریکایي اشغالګرو وتلو درشل کې امریکایانو او د هغوی ملګرو په قصدي ډول د هېواد د هوایي ځواک ګڼې چورلکي تخریب کړلې.

تړلي موضوعات