پر لبنان د اسرائيلو بریدونه، ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر لبنان د اسرائيلو بریدونه، ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
انځور ارشیف

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، د دوی لومړي معلومات ښيي، چې د لبنان جنوب کې د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان دي.

الجزیرې تلوېزیون د لبنان روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې د لبنان جنوب کې د اسرائیلو بریدونو کې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

بلخوا د اسرائیلو پوځ ویلي، چې پر لبنان د نن سهار په بریدونو کې یې د لبنان حزب الله ډلې ۳۰۰ مرکزونه په نښه کړي دي.

اسرائیلو اشغالګرو دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره کړل، چې لبنان د اسرائیلو شمال کې پر حیفا ښار توغندیز برید وکړ.

د اسرائیلو د دفاع وزیر هم په یوه خبرې کنفرانس کې ویلي، پر لبنان د دوی بریدونه شدید شوي او تر ډېر وخت به دوام وکړي.

د اسرايئلو او لبنان ترمنځ وروسته له هغې کرکېچ زیات شو، چې لبنان کې د حزب الله پر ډلې د پېجرونو چاودنو کې اسرائیلو خپل لاس لرل تائید کړل.

تړلي موضوعات