پاکستان کې د ۱۲ هېوادونو سفیرانو پر کاروان برید شوی

پاکستان کې د ۱۲ هېوادونو سفیرانو پر کاروان برید شوی سیمه
پاکستان کې د ۱۲ هېوادونو سفیرانو پر کاروان برید شوی

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان کې د ۱۲ هېوادونو سفیرانو پر کاروان چاودنه شوې، پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه چاودنه خیبرپښتونخوا کې شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان خبري اژانس ویلي، دغه ډيپلوماټان د خیبرپښتونخوا سوات سیمې ته په یو سوداګریز کنفرانس کې د ګډون لپاره تللي وو.

د دې رسنۍ په راپور کې ویل شوي، د دې پېښي ټول قربانیان پولیس دي.

ویل کېږي دغه چاودنه د اندونیزیا، پرتګال، قزاقستان، هرزګوین، زیمبابوې، روانډا، ترکمنستان، ویتنام، ایران، بوسني، روسیې او تاجکستان سفیرانو پر موټریز کاروان شوې ده.

تړلي موضوعات