هېواد کې تر کښت لاندې سیمې اوه سلنه پراخې شوې

هېواد کې تر کښت لاندې سیمې اوه سلنه پراخې شوې افغانستان
انځور حریت راډیو

د هېواد د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ارزونې ښيي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴۰۳ کال کې د کرنې وړ ځمکې اوه سلنه زیاتې شوې دي.

د دغې ادارې د شمېر له مخې روان کال هېواد کې ۳میلیونه هکټاره زراعتي ځمکه کرل شوې، چې ۲.۱میلون هکټاره یې اوبیزه او ۹۱۷زره یې للمي ده.

د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر اوبیز کښت په هلمند، هرات، کندهار او کندوز ولایتونو او تر ټولو للمي کښت په تخار، هرات، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې شوی دی.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېرې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پر مټ راټولې شوې دي.

بلخوا دغې ادارې زیاته کړې، چې د تر کښت لاندې اوبیزو ځمکو کې د تېر کال په پرتله تر ټولو ډېر زیاتوالی په بلخ، هرات، تخار او سرپل ولایتونو کې دی.

تړلي موضوعات