امریکا کې وسلوال بریـد؛ ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتـې

امریکا کې وسلوال بریـد؛ ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتـې نړۍ

د امريکا د الاباما ايالت په برمنګهم ښار کې په ځايي وخت تېره شپه ناوخته وسلوال برید کې څلور تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د برمنګهم د پوليسو يوه افسر ټرومان ويټز ګيرالډ رسنیو ته ويلي: «د پوليسو له افسرانو او پلټونکو سره له خبرو وروسته څرګنده شوه چې سيمه کې د ډزو له امله لسګونه خلک ټپيان شوي دي».

ويټز ګيرالډ زياتوي، چې د پېښې په قربانيانو کې دوه سړي او يوه ښځه ځای په ځای وژل شوي او يوه بل تن روغتون کې ساه ورکړې ده.

دې پوليس افسر ويلي چې پلټونکي معلوموي، چې ډزې له کوم تېرېدونکي موټره شوې دي او که بريدګر د پېښې په ځای کې شته وو.
رسنيو د پېښې د عيني شاهدانو له خولې ويلي چې امبولانسونو اته تنه د پېښې له ځايه روغتون ته لېږدولي دي او نورو هملته طبي مرستې غوښتې دي. د پوليسو د ياد افسر په وينا لږ تر لږه د څلورو نورو ټپيانو ژوند هم له ګواښ سره مخ دی.

د يادونې وړ ده چې د امريکا له بېلا بېلو سيمو نږدې په ورځني ډول د ورته پېښو خبرونه خپرېږي، چې له امله يې امريکايي ولس له ستر سرخوږي سره مخ دی؛ هغوی په ځلونو له خپل دولته غوښتي، چې د ورته پېښو مخنيوی وکړي، خو امریکايي دولت تر دې دمه په دې کار کې پاتې ښکاري.
#حریت_راډيو
نوي ټلیګرام لېنک: https://t.me/hurriyatPa

تړلي موضوعات