افغانستان د غنمو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی

افغانستان د غنمو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی افغانستان
انځور حریت راډیو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، سږکال ټول هېواد کې نږدې ۵ میلیونه مټریک ټنه د غنمو حاصلات راټول شوي چې تر ډېره د هېواد اړتیاوې پوره کولی شی.

اقتصادي معاونیت د سږنیو غنمو کچه ۴ اشاریه ۹ میلیونه متریک ټنه ښودلې چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاته ده.

یاد معاونیت ویلي، سږ کال په ټول هېواد کې په ۲.۱۴ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه کرنیزه ځمکه پراخه شوې ده.

اقتصادي معاونیت د غنمو حاصلاتو کې د زیاتوالي لامل پر بزګرانو د ۷۰ زره ټنه اصلاح شویو تخمونو وېشل، د کانالونو جوړولو او بیارغول، بزګرانو ته پر وخت د کېمیاوي سرې ورکول، د اوبو کوچینو بندونو جوړول او بهر ته د غنمو قاچاق مخنیوی یاد کړي دي.

دغه راز یاد معاونیت د کوکنارو بندېدل او بدیل معیشت په توګه د غنمو کرل، پر بزګرانو د کرنیزو درملو وېشل، په کور دننه د غنمو ساتلو لپاره د سېلوګانو فعالولو، له بزګرانو په مناسبه بیه د غنمو پېرل او له عصري ټکنالوژۍ استفاده نور هغه لاملونه یاد کړي، چې د غنمو حاصلاتو پر زیاتوالي کې اساسي رول لري.

تړلي موضوعات