د پاکستان کړکېچن سیاسي وضعیت؛ د پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د نیولو امر شوی

د پاکستان کړکېچن سیاسي وضعیت؛ د پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د نیولو امر شوی سیمه
د پښتونخوا اعلي وزیر انځور ارشیف

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا د ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر نورو مشرانو د نیولو امر کړی دی.

په ورته مهال ځینې پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پلویان له نیولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، چې د دغو نیونو په غبرګون کې د جمعې په ورځ په لاهور ښار کې لاریونونه زیات شوي او په ځینو سیمو کې لاریونوالو له پولیسو سره نښتې هم کړې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې علي امین ګنډاپور او د تحریک انصاف ګوند پلویانو خبرداری ورکړی و، چې که په دوو اونیو کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان خوشې نه شي، دوی به یې خپله د خلاصولو لپاره لاس په کار شي.

تړلي موضوعات