غزه کې د نسل وژنې ۳۵۰ ورځې؛ د شهیدانو شمېر تر ۴۱زرو واوښت

غزه کې د نسل وژنې ۳۵۰ ورځې؛ د شهیدانو شمېر تر ۴۱زرو واوښت نړۍ
انځور ارشیف

د غزې د روغتیا وزارت خبر وکړی، چې تېرو ۷۲ ساعتونو کې د اشغالګر اسرائیلو په ۱۲ بریدونو کې ۱۱۹ تنه شهیدان شوي، او ۲۰۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د عربي رسنیو له مخې، غزه تړانګه کې د نسل وژنې له پیله تر دې دمه د اشغالګر اسرائیلو په بریدونو کې ۴۱ زره ۳۹۱ تنه شهیدان او ۹۵زره ۷۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

پر غزې تړانګه د اشغالګرو اسرائیلو بریدونو وروسته له هغې یو ځل وزر واخیست، چې دا مهال له هر اړخه له زوال سره مخ دي او په ښکاره په روانه کې خپله ماتې ګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د حماس سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار د اسرائیلو پر وړاندې د مقاومت وضعیت ښه وباله او د اوږدې جګړې لپاره یې د چمتووالي خبر ورکړ.

تړلي موضوعات