د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدل؛ ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه کړې

د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدل؛ ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه کړې نړۍ
انځور ارشیف

د لبنان حزب الله او اسرائیلو اشغالګرو ترمنځ له څو ورځو پرلپسې نښتو وروسته د ملکرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کړې ده.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر دې ناسته کې اسرائیل د نړېوالو حقونو ناقض وبلل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې اسرائیل دې ته اړ کړي، چې خپل یرغلونه پای ته ورسوي.

بلخوا دې ناسته کې بیا د اسرائیلو سفیر ویلي، چې اسرائیل له خپل ځانه دفاع کوي، چې حزب الله د تېر کال اکتوبر له اومې تر اوسه په اسرائیلو ۸زره توغندي ویشتلي دي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.

د یادونې ده، چې د لبنان حزب الله تل د غزې خلکو په ملاتړ پر اشغالي فلسطین بریدونه کړي او ویلي یې دي، چې لبنان کې د اسرائیلو بریدونه به یې په دریځ کوم تاثیر ونه کړي.

تړلي موضوعات