تېر کال د ۱۳ لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي

تېر کال د ۱۳ لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، دا تړونونه د هرات، تخار، غور، پروان، کابل، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو پر کانونو شوي دي.

د کانونو وزارت مسئولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، د قیمتي ډبرو د قانوني استخراج لپاره یې طرزالعملونه ترتیب کړي، چې ور سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

غور، بدخشان، پنجشېر، کندهار، غزني، لوګر، جوزجان، کندز او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲ مهمو پروژو د کار دوام، د کانونو د پروسس ۵۲ شرکتونو ته جوزاونه ورکولو او د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۶۷ فعال قرار دادونو درلودل د دې وزارت بله لاسته راوړنه ده.

د دې ترڅنګ د قشقري، انګوت او اق دریا له ۲۱ ساحو څخه په ورځني ډول د ۱۳۰۰ټنه خام تېلو استخراج چې له کبله یې ۳زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شوې د دې وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو شمېرل کیږي.

تړلي موضوعات