پاکستاني سرود ته د ا.ا.ا ډیپلوماټانو نه درېدا ستایل شوې!

پاکستاني سرود ته د ا.ا.ا ډیپلوماټانو نه درېدا ستایل شوې! افغانستان

د خیبر پښتونخوا حکومت تېره ورځ د میلاد النبي ص په مناسبت غونډه جوړه کړې وه چې د نورو ګڼو پاکستاني چارواکو، سیاستوالو سربېره پېښور کې د افغان کونسلګرۍ ‌سرپرست حافظ محب الله شاکر هم وربلل شوی و.

د غونډې پيل د پاکستان په ملي سرود وشو چې افغان ډيپلوماټان د خپلو اسلامي اصولو له مخې په خپلو څوکیو ارام پاتې شول او لاس په نامه ونه درېدل.
افغانانو ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ډیپلوماټانو د دې عمل هرکلی کړی او ویلي یې دي، « چې افغان ډیپلوماټان د ستاینې وړ دي، چې د پاکستان ناروا سرود ته نه دي درېدلي.»

دې کړنې د پاکستاني رسنیو لپاره سرټکي برابر کړل او خبره یې ان د بهرنیو چارو تر وزارت ورسېده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، دا عمل د غندلو دی او د کوربه هېواد ملي سرود ته نه درناوی د ډيپلوماټېکو نورمونو خلاف دی.

اسلامي امارت بیا تر اوسه د پاکستان دې څرګندونو ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو هغه څه چې اسلامي امارت یې خپلو ډيپلوماټانو ته توصیه کوي هغه کوربه هېوادونو سره د خپلو دیني اصولو له مخې چلند دی.

تړلي موضوعات