افغانستان د ګرځندویانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي

افغانستان د ګرځندویانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي افغانستان
د افغانستان تاریخي ځایونه

د اطلاعاتو کلتور وزارت وايي، ګرځندویانو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه یې انسټېټیوټ فعاله کړی او ګڼ ځوانان پر زده کړو بوخت دي.

د ګرځندوی انسټېټیوټ څخه فارغ ځوانان به بهرنیو سېلانیانو لپاره د تاریخي ځایونو په ور پېژندلو، هغوی ته د سفري اسانتیاوو او خلکو سره د اړېکو په ټېنګولو کې موثر تمام شي.

د یاد وزارت چارواکو نن د تېر کال د لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې دا هم وویل، هغه سېمې چې سېلانیان ترې لېدنه کوي، هلته یې د هوټلونو په جوړولو هم لاس پورې کړی.

افغانستان چې د سېلانیانو لپاره د پام وړ ځایونه لري تېر کال ترې ۹ زره بهرنیو وګړو لېدنه کړې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د مسولینو د معلوماتو له مخې په همدې موده کې ۹ میلیونه کورنیو سېلانیانو او ګرځندویانو هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له جاذبو لیدنه کړې.

لرو پرتو تفریحي سېمو ته د سړکونو او لارو ترڅنګ، هلته د وخت تېرولو لپاره د هوټلونو جوړول به تفریحي او تاریخي سېمو ته د کورنیو او بهرنیو ورتګ نور هم ور زیات کړي.

تړلي موضوعات