عمان کې افغان سفارت خپل فعالیت له سره پیل کړ
د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د عمان پلازمېنه مسقط کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماټانو خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي ډول پیل کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، د کوربه هېواد په همکارۍ د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پیل د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول لوبولی شي.
تکل ویلي، بهرنیو چارو وزارت دې برخه کې د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام ستاینه او له همکارۍ مننه کوي.